د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلند ویلي، په ایران کې وروستۍ جګړې د افغان کډوالو په ګډون د میلیونونو خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی دی. نوموړي، چې په دې وروستیو کې یې ایران ته سفر کړی، ویلي چې د جګړو له امله شاوخوا ۳.۲ میلیونه کسان، د ایراني کورنیو او افغان کډوالو په ګډون، د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. د هغه په وینا، ډېرو دغو کسانو خپلې سپمولې پیسې او کورونه له لاسه ورکړي او ځینو خپل خپلوان هم بایللي دي. ایګلند زیاته کړې چې د ناروې د کډوالو شورا له جګړهځپلو افغان کډوالو او ایرانیانو سره د مرستو لپاره د بودیجې له جدي کمښت سره مخ ده.




































