سپاه پاسداران ویلي چې نن سهار یې د امریکا د پوځ اړوند یوه بېپيلوټه الوتکه د ایران په هوايي فضا کې نسکوره کړې ده. د سپاه پاسداران عامه اړیکو دفتر ویلي، دغه الوتکه د «دښمنانه عملیاتو» لپاره د ایران د ځمکنیو اوبو فضا ته داخل شوې وه او سمدستي په نښه شوه. سپاه پاسداران خبرداری ورکړی چې د ایران هوايي فضا تر بشپړ کنټرول لاندې ده او د هر ډول تېري پر وړاندې به جدي اقدام کېږي. تر اوسه د امریکا مرکزي قوماندانۍ په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.




































