د روغتیا نړیوال سازمان( ډبلیو ایچ او) اټکل کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې له ۵ کلونو کم عمره نږدې ۳.۷ میلیونه ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ اخته شي. د سازمان په وینا، له دې ډلې شاوخوا ۹۵ زره ماشومان ښايي د نورو روغتیايي ستونزو ترڅنګ له شدیدې خوارځواکۍ سره هم مخ شي، چې که پر وخت درملنه ونه شي، ژوند یې له خطر سره مخ کېدای شي. راپور وایي، اقتصادي ستونزې، د خوړو ناامني، د ناروغیو خپرېدل، اقلیمي بدلونونه او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د خوارځواکۍ د زیاتېدو مهم لاملونه دي. د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان د ماشومانو د ژغورنې لپاره د روغتیايي او تغذیوي خدمتونو دوام او د بشري مرستو پراختیا اړینه ده.




































