د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یو نیسف) ویلي، د بریتانیا په ملاتړ په پکتیا او دایکندي کې څه باندې ۶۷۸ زره کسانو ته د پاکو اوبو، تغذیې او روغتیايي خدماتو زمینه برابروي. په راپور کې راغلي، چې دغه خدمات په دواړو ولایتونو کې د ۲۵ روغتیايي او تغذیوي مرکزونو له لارې وړاندې کېږي. یونیسف ټینګار کړی چې د ماشومانو د تغذیې د وضعیت ښه والی د پاکو اوبو، حفظالصحې، تغذیوي او روغتیايي خدماتو ګډې هڅې غواړي او د دغو خدمتونو یوځای وړاندې کول د ماشومانو پر روغتیا مثبت اغېز لري. د یاد بنسټ په وینا، د بریتانیا په مالي ملاتړ روغتیايي کارکوونکي په پکتیا او دایکندي کې سلګونو زرو کسانو ته بېلابېل خدمات رسوي.




































