په ننګرهار کې د ایران سرکونسل مجید رضا پناه ویلي، غواړي په جلالاباد ښار د افغان او ایراني تولیداتو ګډ نندارتون کې جوړ کړي. د نوموړي په وینا، د دې نندارتون موخه د دواړو هېوادونو د سوداګرو او اقتصادي فعالانو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ده. تمه ده چې د دغه نندارتون له لارې افغان او ایراني سوداګر له یو بل سره نږدې همکاري او سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي. تر دې وړاندې هم د افغانستان او ایران ترمنځ په کابل او بلخ کې ورته ګډ نندارتونونه ترسره شوي وو.




































