رنګونه په سوداګريزو برخو کې د بازارموندنې لپاره ډېره زمينه برابروي. بې شمېره څېړنو دا ثابته کړې چې مختلف او ځانګړي رنګونه پر مصرف کونکو خپل ځانګړی اغېز لري. ځينې رنګونه د انسان د هيجانیتوب او ځينې يې د ارامښت سبب ګرځي. په همدې ترتيب شرکتونه او وېبپاڼې کولی شي چې په اسانۍ سره د رنګونو د ارواپوهنې په مرسته خپل پېرودونکي هدف وګرځوي.
ایا تاسو له رنګونو څخه د خپلو سوداګريزو موخو لپاره کار اخلئ؟ ايا په دې پوهېږئ چې رنګونه څنګه انسانان تر خپل اغېز لاندې راولي؟ په دې ليکنه کې به تاسو ته د رنګونو د ارواپوهنې او په بازارموندنه کې د رنګونو څخه د ګټې اخېستلو د لارو چارو په هکله په زړه پورې مالومات وړاندې شي.
شين
شين رنګ د سلامتۍ، ارامښت او طبيعت نښه ګڼل کېږي. شين رنګ د شتمنو خلکو او شتمنو برندونو سمبول شمېرل کېږي.
له شين رنګ څخه معمولاً په پلورنځيو کې د پېرودونکو د ارامښت لپاره کار اخېستل کېږي.
اسماني
اسماني رنګ د نارينه وو د خوښې وړ رنګ دی.
همدارنګه اسماني رنګ د ارامښت، اعتماد او په انسانانو کې د امنيت د احساس د رامنځته کولو سبب ګرځي. ارواپوهان وايي: اسماني رنګ په انسانانو کې د اشتها د ډېرېدو سبب ګرځي او همدارنګه نوموړی رنګ په ادارو کې د ذهن د ارامولو لپاره کارول کېږي. ځوانان اسماني رنګ د بلوغ نښه ګڼي.
سور
سور رنګ د اشتها تحريکوونکی دی او په ډېری فسټ فوډونو کې ترې ګټه اخیستل کېږي. سور رنګ د حرکت، هيجان، شوق او له ډېرې انرژۍ سره مرتبط ګڼل کېږي. څېړنو ثابته کړې ده چې سور رنګ د انسان پر اعصابو اغېز لري او د زړه د ټکان او د وينې د فشار د لوړېدو سبب ګرځي.
نارنجي
نارنجي رنګ د ښېرازۍ، تازه والي، خوشبينۍ او له احتياط سره مرتبط ګڼل کېږي.
همدارنګه نارنجي رنګ د مغز منطقي برخه تحريکوي او د شوق د رامنځته کېدو سبب ګرځي. که له حده ډېر وکارول شي، نو د تشويش او اضطراب سبب ګرځي.
بنفش
بنفش رنګ د پاچاهۍ، عقل او احترام نښه ګڼل کېږي.
د څېړنو په اساس نوموړی رنګ د مسئلې د حلولو تحريک په انسانانو کې ډېروي او همدارنګه د ذهني خلاقيت د غښتلتیا لامل هم ګرځي. له دې رنګ څخه د زړښت ضد موادو او برندونو کې کار اخیستل کېږي. نوموړی رنګ د خلاقو، هوشمندو او مبتکرانه محصولاتو سمبول ګڼل کېږي.
سپين
سپين رنګ د خلوص، پاکۍ او امنيت سمبول ګڼل کېږي، نوموړی رنګ د بې رنګۍ يا خنثی شوي په بڼه هم کارول کېږي او د خلاقيت نښه هم ګڼل کېږي.
خاکستري
خاکستري رنګ د يووالي، د کم وخت او عملي ګرايۍ نښه ګڼل کېږي. له نوموړي رنګ څخه له حده ډېره ګټه اخیستل د کمښت او پوچۍ احساس د رامنځته کېدو سبب ګرځي. ياد رنګ سربېره پر دې چې ښکلی دی، د زړښت، مرګ او ستړيا احساس په انسان کې پيدا کوي.
مشکي
مشکي رنګ د غښتلتيا، اعتبار، ثبات او تکړښت نښه ګڼل کېږي.
معمولاً له هوش سره هم مرتبط ګڼل کېږي. که په محصولاتو کې له حده ډېر وکارول شي، نو د پېرودونکو د ستړيا لامل ګرځي.
له روښانه رنګونو څخه ګټه اخیستل په انسانانو کې د هيجان او خلاقوالي لامل ګرځي، له خنثی رنګونو څخه ګټه اخیستل به هغه وخت غوره وي چې تاسو وغواړئ ليدونکو ته مهم او نسبتاً درانه مالومات وړاندې کړئ.
په بازار موندنه کې له رنګونو څخه ګټه اخیستل څه پايلې لري؟
هغه رنګونه چې د يوه ځانګړي برند له لوري کارول کېږي، کولی شي چې په پېرودونکو ډېر اغېز ولري. ممکنه ده چې يو رنګ په يوازې توګه د يو محصول د خرڅلاو لامل وي.
۸۴.۷ مصرف کوونکي په دې باور دي چې رنګ د پېرودونکو د جذب لومړنی عامل دی.
۵۲ سلنه مصرف کوونکي د يوه پلورنځي د کور نه ښايستوالي له امله هلته نه ورځي.
۸۰ سلنه مصرف کوونکي په دې باور دي چې رنګ کولی شي د يو برند د مشهورتيا او پېژندګلوۍ لامل شي.
په بازارموندنه کې له رنګونو ګټه اخېستنه د پېرودونکو کلتور او فرهنګ پورې اړه لري. که څه هم ممکنه ده چې رنګونه په هر هېواد کې د ځان لپاره ځانګړې مانا ولري. نوموتي او زيرک شرکتونه کولی شي چې له دې موضوع څخه د خپلې ګټه لپاره کار واخلي.