د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالولي صدیقي وایي، د روان کال تر پایه به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۱ نوي روغتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. نوموړی زیاتوي، د ا.ا د مشرتابه د حکم له مخې په ټول هېواد کې د ۳۱۸ روغتیايي مرکزونو او روغتونونو د جوړېدو منظوري ورکړل شوې ده، چې موخه یې هغو سیمو ته لومړیتوب ورکول دي چې خلک یې روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی لري. د عامې روغتیا وزارت وایي، د دې پروژې له عملي کېدو سره به د روغتیايي خدمتونو ظرفیت لوړ شي او خلکو ته به د درملنې اسانتیاوې زیاتې شي.





































