په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بېکدلي د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له سرپرست محمد رفیع عظیمي سره په کتنه کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي. د صنایعو او کانونو خونې د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د ګډو اقتصادي ګټو لپاره له شته فرصتونو او ظرفیتونو څخه د اغېزناکې استفادې پر اهمیت ټینګار کړی دی. عليرضا بېکدلي همداراز د افغانستان او ایران ترمنځ د دوستانه اړیکو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ایران خصوصي سکټور، په ځانګړي ډول د عصري ټکنالوژۍ په برخه کې، د پام وړ پرمختګ کړی او چمتو دی خپلې تجربې او تخصصونه له افغان پانګوالو او خصوصي سکټور سره شریکېکړي.





































