ټولګټو وزارت ویلي، چې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد کچه د تېر کال په پرتله ۷۷.۹ سلنه لوړه شوې ده. د یاد وزارت په وینا، د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ بندرونو او د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷ میلیونه او ۶۰۲ زره ۴۱۹ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. د انتقالاتو لویه برخه د حیرتان بندر له لارې ترسره شوې چې نفتي، غیرنفتي او نور بېلابېل توکي پکې شامل دي. چارواکي وایي، د دغو انتقالاتو یوه برخه صادرات دي چې وچه مېوه، وريجې، کچالو، معدني ډبرې، مس او د انارو جوس پکې شامل دي. په داسې حال کې چې په ۱۴۴۶ هجري قمري کال کې د همدې لارو له لارې ۴ میلیون او ۲۷۲ زره او ۷۱ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي وو.





































