د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ویلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د کړنلارې له مخې په دغه ولایت کې د ۶۶ ډوله منرالونو د استخراج د جوازونو د وېش لپاره زمینه برابره شوې ده. د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رئیس، مولوي محمد قاسم امیري ویلي، دا بهیر د کانونو د قانون او نافذه کړنلارو له مخې پیلېږي او موخه یې د معدني سرچینو منظم استخراج، اغېزمن مدیریت او د کانونو په سکټور کې د پانګونې اسانتیا ده.





































