د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، هڅه کوي چې په افغانستان کې تر ماشومانو پورې هر ډوز واکسین خپل کیفیت او اغېزمنتیا وساتي. یونیسف په خپله اېکس پاڼه لیکلي، اغېزمنو واکسینونو ته د ماشومانو لاسرسی د بېلابېلو ناروغیو په مخنیوي او د هغوی د روغتیا په ساتنه کې مهم رول لري. د یاد بنسټ په وینا، ځینې کورنۍ د واکسیناسیون خدماتو ته د لاسرسي لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د اوږدو لارو په وهلو سره خپل ماشومان روغتیايي مرکزونو ته رسوي. یونیسف ټینګار کړی چې د واکسیناسیون له پروګرامونو خپل ملاتړ ته به دوام ورکړي، څو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ډېر ماشومان له مخنیوي وړ ناروغیو خوندي شي.





































