اروپايي ټولنې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري پر افغانستان د وړمې شپې د هوايي بریدونو په غبرګون کې د ملکي وګړو د بشپړ خوندیتوب غوښتنه کړې ده. د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو ویاند، انور العنوني، ټینګار کړی چې «د نړیوال بشردوستانه قانون اصول باید په هر حالت کې رعایت شي.» اروپايي ټولنې همداراز د تاوتریخوالي د سمدستي کمېدو غوښتنه کړې او له ټولو ښکېلو لورو یې غوښتي چې له زغم او احتیاط څخه کار واخلي او د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي.






































