د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ، د پاکستان د پوځي رژیم له لوري پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د بریدونو په تعقیب اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه د ملکي مرګ ژوبلې یادونه کړې، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، او د قربانیانو کورنیو او د دې پېښې له امله زیانمنو کسانو ته یې تسلیت وړاندې کړی دی. بینټ له ټولو لورو غوښتي چې زغم وښيي، د ملکي وګړو ساتنه وکړي او د دې پېښې په اړه د حساب ورکولو ډاډ ترلاسه کړي.






































