د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي، عصمتالله ایرګاشف، په ازبکستان کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره د افغانستان د وضعیت او دوهاړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې لیدنه کې د سوداګریزو، اقتصادي، ترانسپورتي او لوژستیکي همکاریو د پراختیا او همدارنګه د کلتوري او بشري همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث شوی دی. د قطر سفیر د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي بیارغونې په برخه کې د ازبکستان هڅې ستایلې او د سیمهییز ثبات په ټینګښت کې یې د تاشکند رول مهم بللی دی. دواړو لورو د افغانستان اړوند د منظمو خبرو اترو او سیمهییزې همغږۍ پر دوام ټینګار کړی دی.






































