د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د نمکسار سیمې د څلورم بلاک د مالګې کان د استخراج تړون له یوې خصوصي کمپنۍ سره لاسلیک کړی دی. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې دغه تړون د ۱۵ کلونو لپاره شوی او د کان د استخراج ترڅنګ به یاد شرکت د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې هم ۳۵۰ زره امریکایي ډالر پانګونه وکړي. مسوولین وايي، د دې پروژې موخه د کانونو د معیاري استخراج، پانګونې جلبول او د سیمې د اقتصادي فعالیتونو پیاوړتیا ده.






































