د کورنیو چارو وزارت د خپل یو کلن راپور په خپرولو سره ویلي، چې په تېر یوه کال کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۸۱ غلا شوي موټر موندل شوي او له قانوني تعقیب وروسته خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي. د راپور له مخې، یاد وزارت یوازې د موندل شویو موټرو شمېر خپور کړی، خو د تېر کال په اوږدو کې د غلا شویو موټرو ټولیز شمېر یې نه دی اعلان کړی. یاد وزارت ویلي، چې د هېواد پر لویو لارو د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره ۲۴ ساعته څارنه روانه ده. دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې په هیواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې او لسګونو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.






































