د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی، چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق له لارې یې د بېړنیو بشري پروګرامونو د ملاتړ لپاره ۳۵ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي. اوچا ویلي، دغه بودجه به هغو پروګرامونو ته ځانګړې شي چې موخه یې د افغانانو د بېړنیو او ژوند ژغورونکو اړتیاوو پوره کول دي. د یاد دفتر په وینا، دا مرستې به د همکارو بنسټونو له لارې تر ټولو زیانمنو او اړمنو خلکو ته ورسول شي.






































