د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي، په کابل کې د متحده عربي اماراتو له سفیر، سیف الکتبي، سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوهاړخیزو اړیکو، د همکاریو د پراختیا او یو شمېر سیمهییزو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، امیر خان متقي د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې مخ پر ودې بللي او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د لا پراختیا لپاره خپلې ګډې هڅې نورې هم پیاوړې کړي. په ورته وخت کې، د متحده عربي اماراتو سفیر سیف الکتبي ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د نږدې او دوامدارو همکاریو پراخولو ته ژمن دی او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا ملاتړ کوي.






































