په قطر کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین په دوحه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له استازي، براهام صالح سره له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو پر وضعیت او ستونزو خبرې کړې دي. د افغانستان سفارت ویلي، په دې لیدنه کې د راستنېدونکو لپاره د سرپناه، روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو او کاري فرصتونو د برابرولو پر لارو چارو بحث شوی دی. سهیل شاهین د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده. دواړو لورو همداراز په کوربه هېوادونو کې د افغان کډوالو د شتمنیو او ملکیتونو د بېرته سپارلو پر موضوع هم خبرې کړې دي. د ملګرو ملتونو استازي ډاډ ورکړی چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د هغوی د ملاتړ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.






































