د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په نوي ډیلي کې د «هند او افغانستان د سوداګریزو فرصتونو» په غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو همکاریو پراختیا مهمه بللې ده. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، عمري ویلي چې د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ متکي دي، او له هند سره په همکارۍ د دغو سکټورونو د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه شته. د کرنې وزیر همداراز د خپل سفر پر مهال د هندي چارواکو هرکلی د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د دوهاړخیزو همکاریو د پراخېدو لپاره یو مثبت ګام بللی دی.






































