د سعودي عربستان ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او سیمهییزو او نړیوالو تحولاتو خبرې کړې دي. د راپور له مخې، دواړو لورو د امریکا او ایران ترمنځ وروستۍ خبرې هم ارزولي او د سمندري لارو د امنیت، د کښتۍ چلونې د خوندیتوب او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د روانو هڅو پر ملاتړ یې ټینګار کړی دی.






































