د ترکیې د کډوالۍ ادارې د تازه شمېرو له مخې، د روان زېږیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۹ زره او ۵۷۴ افغان کډوال نیول شوي، چې د نیول شویو بېاسناده کډوالو تر ټولو لویه ډله جوړوي. د راپور له مخې، په همدې موده کې شاوخوا ۷۰ زره بېاسناده بهرني کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي دي. دغې ادارې د نیول شویو افغانانو د برخلیک او د بېرته اېستل شویو کسانو د شمېر په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي. بلخوا، د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، ترکیې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له ۱۳ زرو څخه ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي دي.






































