د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د اصلاح شویو غنمو د تخمونو د تولید او پروسس پنځه شرکتونه فعالیت کوي. د یاد ریاست په وینا، دغه شرکتونه هر کال شاوخوا ۸۰۰ مټریک ټنه معیاري اصلاح شوي د غنمو تخمونه تولید او بازار ته وړاندې کوي. چارواکي وایي، د همکارو مؤسسو په مالي ملاتړ د دغو شرکتونو تولیدي ظرفیت او د محصول کیفیت هم لوړ شوی دی. د کرنې ریاست ټینګار کړی چې د اصلاح شویو تخمونو تولید د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي او د کرنې سکټور په پیاوړتیا کې مهم رول لري.






































