د پاکستان فدرالي حکومت پرېکړه کړې چې د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو وروسته به په ټول هېواد کې د بېاسناده افغان کډوالو د نیولو او ایستلو عملیات لا چټک کړي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه افغانان چې له قانوني ویزې پرته په پاکستان کې اوسیږي، نیول کېږي او له هېواده به ایستل کېږي. حکومت خبرداری ورکړی چې له دغو کسانو سره د مرستې یا د استوګنې د برابرولو په صورت کې به د پاکستاني وګړو پر وړاندې هم قانوني اقدامات وشي. چارواکي وایي، د افغان وګړو د جیوټګنګ او جیوفېنسنګ بهیر بشپړ شوی او د همدې معلوماتو پر بنسټ به د نیولو عملیات پراخ شي. همداراز، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اړوندو ادارو ته د عملیاتو د ورځنیو راپورونو د لېږلو سپارښتنه کړې ده.






































