د ا.ا د نوې پرېکړې له مخې، مالیې وزارت په هېواد کې د ځینو معنوي، حکمي او حقیقي اشخاصو پر عایداتو مالیه راکمه کړې چې په ځینو برخو کې تر ۵۰ سلنې پورې کموالی پکې راغلی دی. د دې پرېکړې له مخې، له کانونو پرته د ټولو معنوي او حکمي اشخاصو، روغتونونو او روغتیايي مرکزونو پر عایداتو به له دې وروسته یوازې ۱۰ سلنه مالیه اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې مخکې دا کچه ۲۰ سلنه وه. همداراز، هغه اشخاص چې کلنی عاید یې تر ۱۲۰ زره افغانیو پورې وي، له مالیې معاف شوي دي، حال دا چې پخوا د مالیې د معافیت حد ۶۰ زره افغانۍ و. مالیې وزارت د ملکیتونو د لېږد مالیه هم له یو سلنې څخه ۰.۵ سلنې ته راکمه کړې ده.






































