د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضلالرحمان، د افغانستان په اړه د اسلاماباد پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو اختلافونه باید د زور پر ځای د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي. هغه ټینګار کړی چې پاکستان باید د بهرنیو ترینګلتیاوو د زیاتولو پر ځای د خپلو اقتصادي، امنیتي او سیاسي ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي. نوموړي ویلي، ځینې مسئلې په زور نه حل کېږي، بلکې د سیاسي تعامل او ډیپلوماسۍ له لارې هوارېږي.






































