د خیبر پښتونخوا د ګمرک چارواکو ویلي، د ملګرو ملتونو په بشري مرستو بار ۲۵ کانټینره تورخم ته رسېدلي او د ګمرکي او قانوني چارو د بشپړېدو بهیر یې روان دی. د سرچینو په وینا، د مرستو ټولیزه جوپه شاوخوا زر کانټینره ده چې په څو پړاوونو کې به افغانستان ته ولېږدول شي. په دغو مرستو کې درمل، خوراکي توکي او نور لومړني اړین مواد شامل دي. ویل کېږي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو په غوښتنه د دغو مرستو د لېږد اجازه ورکړې ده. د ا.ا چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.






































