د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو مرستیال، وحید جلالزاده، د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ کونسلي کمېسیون د پنځمې غونډې د ترسره کېدو په موخه کابل ته رارسېدلی. په کابل کې د ایران سفارت ویلي، نوموړی به د دغه سفر پر مهال د ا.ا له یو شمېر چارواکو سره هم لیدنې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د کونسلي همکاریو او اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.






































