په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي، تاجالدین اویوالي، په خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي چې د کندهار په میرویس روغتون کې د طبي اکسیجن د تولید یوه نوې فابریکه پرانېستل شوې ده. نوموړي ویلي چې دغه فابریکه کندهار ته د وروستي سفر پر مهال د سویلي اسیا لپاره د یونیسف د سیمهییز مدیر، سنجي ویجسکرا، په ملتیا پرانېستل شوه. د هغه په وینا، دا فابریکه به د نوې زېږېدلو ماشومانو، کوچنیانو، میندو او د بېړنیو څانګو ناروغانو لپاره اړین طبي اکسیجن برابر کړي او په میرویس روغتون کې به د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو ظرفیت لا پیاوړی کړي.






































