د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې یاد وزارت سرپرست، مولوي نور جلال جلالي، په کابل کې د افغانستان لپاره د واکسین او معافیت نړیوال اتحاد (ګاوي) مشرې، ویرونیکا ماویا، او د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) او یونیسف له استازو سره کتلي دي. د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا او ملاتړ، د روټین واکسین د خدمتونو د پراختیا، د روغتیا وزارت د لومړیتوبونو او د ګاوي له لوري د ترسره کېدونکو همکاریو په اړه خبرې شوې دي. د خبرپاڼې له مخې، مولوي نور جلال جلالي له شري، پولیو او نورو ساري ناروغیو سره مبارزه د وزارت له لومړیتوبونو څخه یاده کړې او د واکسین او روغتیا ملي ستراتیژیو پر پلي کېدو یې ټینګار کړی دی.






































