د چين د احصائيې ملي ادارې په دې وروستیو کې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د دغه هېواد د اقتصادي چارو په اړه مالومات ورکړي دي.
مالومات ښيي، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د کورني ناخالص توليد ارزښت ۶۹۵۷۰ ميلیارډو او ۴۰۰ میلیونو يوانو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴.۷ سلنه زياتوالی ښيي.
د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين اقتصاد له فشارونو سره سره بیا هم ښه وده کړې، د توليد او توکو عرضه يې په چټکۍ زياته شوې، د کارموندنې عمومي وضعيت یې ثابت پاتې شوی او د توکو بيې یې په معتدل ډول لوړې شوې دي.
په همدې مودې کې د چين بهرنۍ سوداګرۍ ښه وده موندلې، نوي اقتصادي ځواکونه یې پراخ شوي او د خلکو ژوند ښه تضمين شوی او د اقتصاد د ستونزو پر وړاندې يې د مقاومت وړتيا زیاته شوې ده.






































