د امو نهنګانو لوبډلې د شپږیزه کرکټ لیګ د یوولسم پړاو په پایلوبه کې سپینغر پړانګانو ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې پرلهپسې درېیم ځل خپله کړه. په خوست کې ترسره شوې پایلوبه کې د سپینغر پړانګانو لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې په شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې جوړې کړې. د سپینغر لپاره عصمت عالم ۶۷، راشد خان ۲۷ او دروېش رسولي ۲۰ منډې وکړې، خو د امو نهنګانو توپاچونکو ښه لوبه وکړه؛ فضلالحق فاروقي، ګلبدین نایب، قیس احمد او عبدالله احمدزي دوه ـ دوه ویکټې واخیستې. امو نهنګانو ټاکل شوی هدف په ۱۶.۱ اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو بشپړ کړ. د دوی لپاره عمران میر ۷۷ او حسن عیسیخېل ۶۳ منډې جوړې کړې او د لوبې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.






































