د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان او ایران د قونسلي ګډې کمېټې پنځمه ناسته د بهرنیو چارو وزارت د اداري او مالي مرستیال، ډاکټر محمدنعیم، او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مرستیال، وحید جلالزاده، په مشرۍ په کابل کې ترسره شوه. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې ناسته کې دواړو پلاوو د افغان کډوالو د ستونزو، قونسلي خدمتونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه تفصیلي خبرې وکړې. د غونډې په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د شته ستونزو د حل لپاره به همغږي پیاوړې کړي، قونسلي همکارۍ به پراخې کړي او د ګډې کمېټې غونډو ته به دوام ورکړي.






































