د لوګر ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیات شوي دي. د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر، انجنیر نصیرالدین بهیج، ویلي چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۲۷ زره او ۷۷۲ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې له هغې څخه ۸۲ زره او ۴۶۶ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شوی دی. د هغه په وینا، د امنیت ټینګښت، بزګرانو ته پر وخت د کرنیزو خدمتونو وړاندې کول، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش، د عامه پوهاوي پروګرامونه او د کرنیزو ځمکو د کښت پراختیا د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي مهم عوامل دي.






































