د ایران مهر خبري اژانس راپور ورکړی چې د افغانستان، ایران او تاجکستان چارواکو په درې اړخیزه ناسته کې د ټرانزیټ او واټ ټرانسپورټ په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د راپور له مخې، په دې ناسته کې د واټ ټرانسپورټ، د ټرانزیټي دهلیزونو د فعالولو، د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او د سیمهییزو همکاریو د پراختیا په اړه بحثونه شوي دي. د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت ټینګار کړی چې دغه نوښت به د نړیوالې سوداګرۍ بهیر اسانه کړي او په سیمه کې به د دوامدارې ودې ملاتړ وکړي. ایراني چارواکو ویلي چې له افغانستان او تاجکستان سره د ټرانسپورټي همکاریو پراختیا به د مرکزي اسیا بازارونو ته لاسرسی اسانه او د سیمهییزو ټرانزیټي عوایدو په زیاتېدو کې مرسته وکړي.






































