د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۵مه نېټه له شانګهای ښار څخه ليدنه وکړه او پر دې یې ټينګار وکړ چې هېواد یې بايد د ښارونو د ابادۍ په ترڅ کې د بنسټيزو تاسيساتو باکيفيته تازه کولو ته ارزښت ورکړي، د ولسي ښارونو د ابادۍ د مفکورې په رڼا کې باید اړوند کارونه تر سره کړي، د ښاري اړتياوو د پوره کولو، د پاليسيو ټاکلو او د کاري لاسته راوړنو د ارزولو په پار بايد د خلکو اوازونه واوري، د ښار مختلف کارونه بايد په جدي، دقيقه او ژوره توګه وکړي او د خلکو نېکمرغي او امنيت بايد پرله پسې پياوړي کړي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۱۵مې نېټې په ماسپښين د چين کمونېست ګوند د شانګهای ښار کمېټې د منشي چن جي نينګ او ښاروال ګونګ جنګ په ملګرتيا د دغه ښار په هوانګپو ناحيه کې د بانسونګ يوان لار له استوګنيزې سيمې څخه ليدنه کړې ده.






































