د جرمني صدراعظم فريدريش مېرز د جولای په ۱۵مه نېټه رسنيو ته ويلي، هغه نه غواړي چې امريکا یې د هېواد په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.
مېرز په همدې ورځ يوې خبري ناستې ته وويل: ((جرمني د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي او همدارنګه زه هم نه غواړم چې د امريکا حکومت يا ورسره نږدې اړيکې لرونکې ادارې د جرمني په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.))
ټاکل شوې، د جرمني په ساکسن – انهالت، برلين او مکلنبورګ – فورپومرن ايالتونو کې به د روان کال په سپتمبر کې د ايالتي پارلمانونو ټاکنې ترسره شي.






































