د ۲۰۲۶م کال د مصنوعي ځيرکتيا نړيوال کنفرانس او د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې حکومتولۍ لوړپوړې غونډه د جولای په ۱۷مې نېټې د چین په شانګهای ښار کې پرانیستل شوه. د چين دولت رئیس شي جين پينګ د دې غونډې په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې او د نړۍ د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ لپاره د چين اقدامات اعلان کړي دي.
شي جين پينګ وويل، چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې د نړۍ د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ او وړتيا د پیاوړتيا په موخه د پرمختيايي هېوادونو ۵۰۰ کسانو ته د مصنوعي ځيرکتيا روزنې برابرې کړي، اسيان، عربلیګ، افريقايي ټولنې، د لاتيني امريکا او کارابين هېوادونو ټولنې، د شانګهای همکارۍ سازمان او د برېکس هېوادونو پر مخ به له مصنوعي ځيرکتيا د استفادې د همکارۍ نړيوال مرکز جوړ کړي او په ۳۰ هېوادونو کې به د ((ماځو)) په نوم د هوا پېژندنې د لومړني خبرداري پلان په تطبيق کې مرسته وکړي.
د يادې غونډې پرانيستونکو مراسمو ته د قزاقستان ولسمشر، د کمبوډيا لومړي وزیر، د تايلنډ صدراعظم او د ملګرو ملتونو سرمنشي په جلا جلا توګه ويناوې کړي، د مصنوعي ځيرکتيا د همکارۍ نړيوال سازمان پر جوړېدو د هوکړې د لاسليک په پار یې مبارکي ويلې، د مصنوعي ځيرکتيا نړيوالې حکومتولۍ کې يې د چين د خدمتونو ستاينه کړې او له بېلا بېلو خواوو څخه يې غوښتي، چې د شي جين پينګ وړانديز ته فعال ځواب ووايي.
په دې غونډه کې د ۲۰۲۶م کال د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوال کنفرانس او د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې حکومتولۍ د لوړپوړې غونډې رئيسه اعلاميه هم خپره شوې ده.





































