د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جولای په ۱۷مه نېټه يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې هېواد يې د مصنوعي ځيرکتيا د همکارۍ نړيوال سازمان د جوړېدو نوښت وړاندیز کړی او موخه يې دا ده، چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړونې ته وده ورکړي او د نړيوال حکومتولۍ نوښت پلی کړي.
د نوموړي په خبره، د مصنوعي ځيرکتيا د همکارۍ نړيوال سازمان د جوړېدو د هوکړې د لاسليک مراسم د جولای په ۱۶مه نېټه په شانګهای کې ترسره شول، چې پکې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د چين د حکومت په استازيتوب ګډون او پر يادې هوکړې يې لاسليک کړی دی. د قزاقستان، لاوس، پاکستان، روسيې او اندونيزيا په شمول د ۲۹ هېوادونو استازو په دې مراسمو ګډون کړی و او ياده هوکړه يې لاسليک کړې ده، چې په دې سره دغه هېوادونه د مصنوعي ځيرکتيا د همکارۍ د نړیوال سازمان بنسټګران ګرځېدلي دي. د دې تر څنګ، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوترېش په ګډون د ځينو نړيوالو سازمانونو استازو هم برخه اخيستې وه.






































