د چین د دولت رئيس شي جین پینګ د جولای د ۱۷مې نېټې په ماسپښین په شانګهای کې د کمبودیا له صدراعظم هون مانېټ سره وکتل. هون مانېټ چين ته د ۲۰۲۶ کال د مصنوعي ځيرکتيا نړيوالې غونډې او د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې حکومتولۍ لوړپوړې غونډې د ګډون او د کاري سفر لپاره راغلی دی.
شي جین پینګ وویل، چین او کمبودیا د اوږدې مودې راهیسې په سختو حالاتو کې د يو بل ترڅنګ ولاړ دي. دواړې خواوې باید د پخوانيو مشرانو له خوا رامنځته شوې دوديزه دوستي لا نوره هم پياوړې کړي، ستراتيژيک متقابل باور زيات کړي، همغږۍ او همکارۍ لا پراخې کړي، په نوې زمانه کې د چين او کمبوديا د ګډ برخليک ټولنې جوړول لا لوړې کچې ته ورسوي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسېږي.
هون مانېټ وويل، کمبودیا د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او غواړي له چين سره دوديزه دوستي لا نوره هم پياوړې کړي او هغه مهمې هوکړې عملي کړي چې د دواړو هېوادونو مشرانو تر سره کړې دي.






































