د چین د دولت رئيس شي جین پينګ د جولای د ۱۷مې نېټې په ماسپښین په شانګهای کې د تايلنډ له صدراعظم انوتين چارنویرکول سره وکتل. انوتين چين ته د ۲۰۲۶ کال د نړيوال مصنوعي ځيرکتيا غوڼدې او د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې حکومتولۍ لوړپوړې غونډې د ګډون او رسمي سفر لپاره راغلی دی.
شي جين پينګ وويل، چين له تایلنډ سره اړيکې د ګاونډيو هېوادونو په اړه د خپلې ډيپلوماتیکې اړیکې يوه مهمه برخه بولي او تل د تايلنډ د باور وړ ستراتيژيک همکار دی. دواړه هېوادونه بايد ستراتيژيک متقابل باور لا پياوړی کړي، ستراتيژيکه همغږي او همکاري پراخه کړي، په ګډه له ستونزو سره مقابله وکړي او د چين او تايلنډ د ګډ برخليک د لا باثباته، لا سوکاله او لا دوامداره ټولنه اباده کړي، څو د سيمې د سولې، ثبات او ګډې پرمختيا لپاره مثبت رول ولوبوي.
انوتين وویل، ډېر خوښ دی چې د صدراعظم په توګه د لومړي ځل لپاره چين ته رسمي سفر کوي. هغه د چين کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۵مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي. هغه زياته کړه، تايلنډ غواړي له چين سره همغږي او همکاري لا پياوړې کړي، څو د سيمې او نړۍ د سولې، ثبات او پرمختګ ملاتړ وکړي.






































