د ايران اسلامي جمهوريت خبري اژانس د جولای په ۱۸مه نېټه خبر ورکړی، چې امريکايي ځواکونو د دې هېواد پر هرمزګان ولایت بريدونه کړي او له امله يې ۳ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
يادې رسنۍ د هرمزګان ولايت د حکومتي چارواکي په حواله خبر ورکړی، چې د همدې ورځې په سهار وختي په دې ولايت کې درې پلونه او يو تونل په يادو بريدونو کې ويجاړ شوي دي.






































