د بریټانیا حکومت د جولای په ۱۶مه نېټه اعلان وکړ چې، د فولادو د صنعت قانون له مخې یې بریټيش سټيل شرکت (British Steel) دولتي کړی او د دغه شرکت کنټرول یې په خپل لاس کې اخیستی دی. دغه شرکت تر دې مخکې د چین د جینګ یې شرکت تر کنټرول لاندې و.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې میاشتې په ۱۸مه نېټه یادې اعلامیې ته په غبرګون کې وویل، بریټانیا چې دا موضوع څنګه حل کوي او پایله به یې څه وي، په مستقیم ډول به په بریټانیا کې د چینایي پانګوالو پر ارزونې اغېز وکړي. دا به د بریټانیا د حکومت په اړه د چین د خلکو پر نظر هم اغېز ولري.
هغه وویل، چین او بریټانیا د پانګونې د ساتنې تړون لاسلیک کړی دی او له مخې يې د پانګوالو مشروع حقونه او ګټې باید په بشپړ ډول خوندي شي. چین له بریټانیا غواړي چې د بازار اصولو او د تړونونو روحیې ته دې په رښتینې توګه درناوی وکړي او داسې حل لاره دې پیدا کړي چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وي.
نوموړي زیاته کړه چې چین د خپلو شرکتونو ملاتړ کوي چې د خپلو قانوني حقونو او ګټو د ساتنې لپاره له قانوني لارو چارو کار واخلي. چین د دې موضوع پرمختګونه له نږدې څاري او د اړتیا په صورت کې به لازم اقدامات وکړي.






































