د ۲۰۲۶م کال د چین د مصنوعي ځيرکتيا فسټيوال او د نړۍ هوښيار خدمت پلاټفورم د پرانيستلو مراسم د جولای په ۱۸مه نېټه د چين په شانګهای کې تر سره شوي.
ياد فعالیت د چين ميډيا ګروپ، د چين د پرمختګ او اصلاخاتو کمېټې، د چين د انترنېټي شبکې د مديريت مرکزي دفتر او د شانګهای ښاروالي لخوا په ګډه سره جوړ شوی دی.

په دې فعاليت کې چين ميډيا ګروپ او د شانګهای ښاروالي د مصنوعي ځيرکتيا د ژبنيو موادو او مواردو د همکارۍ لېست خپور کړی. چین ميډيا ګروپ به له اړوندو ارګانونو سره يو ځای د مصنوعي ځيرکتيا د کارولو په اړه څېړنه تر سره کړي.
د ۲۰۲۶م کال د چین د مصنوعي ځيرکتيا په فسټيوال کې د روباټونو، د مصنوعي ځيرکتيا د لویو ماډلونو او بنسټيزو زیربیناوو په شمول یو شمېر برخو کې پرمختګونه وړاندې شوې دي.






































