د مصنوعي ځيرکتيا امنيت فورم د جولای په ۱۹ مې نېټې د چين په شانګهای کې ترسره شو او د نړۍ شاوخوا ۲۰ مخکښو متخصصينو په دې فورم کې ګډون کړی، د مصنوعي ځيرکتيا د امنيت ساتلو د پرمختګونو په اړه یې راپورونه خپاره کړي او د پرمختللې مصنوعي ځيرکتيا له خطرونو سره د مقابلې او د مصنوعي ځيرکتيا د صنعت د حکومتولۍ په اړه يې بحثونه کړي دي.
دغه فورم پر درېيو موضوعاتو (د پرمختللې مصنوعي ځيرکتيا د خطرونو څارنې، د مصنوعي ځيرکتيا خطرونو او پېښو ته رسېدنې او د پرمخللې مصنوعي ځيرکتيا د خطرونو کنټرول او نړيوال لید) تمرکز کړی او د ملګرو ملتونود اړوندو ارګانونو، د مصنوعي ځيرکتيا مخکښو تصديو، نړيوالو فکري مرکزونو او علمي څېړنيزو ارګانونو استازو پکې برخه اخيستې ده.






































