د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې د امیندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د روغتیا د ښه والي لپاره امیندوارو ښځو ته غذایي بشپړونه برابروي. یونیسف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه پروګرام د ماشومانو د تغذیې صندوق «بزوس کورني بنسټ» په مالي ملاتړ پلې کېږي. د دغه سازمان په وینا، د امیندوارۍ پر مهال د اړتیا وړ مغذي موادو ترلاسه کول د مور او نوي زېږېدلي ماشوم د روغتیا لپاره بنسټیز اهمیت لري. یونیسف ټینګار کړی چې امیندوارو ښځو ته د غذایي بشپړونو برابرول په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د تغذیې د ښه والي او د خوړو د کمښت له امله د رامنځته کېدونکو روغتیايي خطرونو د کمولو لپاره د دغه بنسټ د هڅو یوه برخه ده.





























