اروپايي ټولنې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې له لوړې کچې سره مخ دی او میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته د مناسبو روغتیايي خدماتو وړاندې کول ځانګړی اهمیت لري. یاد بنسټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د وګړو له صندوق (UNFPA) سره په ګډه یې په لوګر ولایت کې د قابلو تر مدیریت لاندې د زېږون د پاملرنې له یوه مرکزه لیدنه کړې ده. د اروپايي ټولنې په وینا، دغه مرکز د دې بنسټ په مالي ملاتړ فعالیت کوي او روزل شوې قابلې پکې میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته خوندي روغتیايي خدمات وړاندې کوي. اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې له زېږون مخکې او د زېږون پر مهال د روغتیايي خدماتو وړاندې کول د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې په کمولو کې مهم رول لري.





























