د ۲۰۲۶م کال د مصنوعي ځیرکتیا نړیوال کنفرانس او د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې حکومتولۍ لوړپوړې غونډه د جولای په ۱۷مې نېټې د چين په شانګهای ښار کې پيل شول، چې د همدې مياشتې تر ۲۰مې نېټې پورې به دوام ولري.
چین د نړیوال مصنوعي ځیرکتیا د خیرخواه او ټولشموله پرمختګ د هڅولو ملاتړ کوي او له سراسري جنوب هېوادونو سره د توان لوړولو مرسته کوي، چې دغه ګام یې د ډېرو بهرنیو رسنیو پاملرنه راجلب کړې ده.
د اروپا د مارډن ډیپلوماسي وېبپاڼې په یوې مقالې کې ویلي، چې چین له اوږدې مودې راهیسې په نړۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا چارو ته پرمختګ ورکوي، د ټېکنالوژیکي انحصارونو او یو اړخیزو خنډونو مخالفت کوي او د پرمختيايي هېوادونو د خبرو پر حق ځانګړی ټینګار لري. چین په یاده غونډه کې همدغه نظرونه بیا تکرار کړي او هم يې نړۍ ته نوي وړاندیزونه کړي دي.
په مقاله کې ويل شوي، د چین په وړاندیز شوې لایحې کې د نړۍ د جنوبي هېوادونو لپاره د عملي کېدو وړ نوې لاره وړاندې کړې ده.
۱- بېلا بېل هېوادونه اړونده ټېکنالوژي کارولی شي او د پرمختيايي هېوادونو کلتوري تنوع په بشپړه توګه خوندي ساتي.
۲- چین د دودیزو صنعتونو، کرنې او روغتیا پاملرنې سره د مصنوعي ځیرکتیا پر ژور ادغام تمرکز لري او د پرمختيايي هېوادونو اړتیاوې پوره کوي.
۳- چین د پرانيستې سرچینې کوډ او د سیمه ييزو مسلکي کسانو د روزنې له لارې پرمختیايي هېوادونو ته دا توان ورکړی، چې خپلواک صنعتي توان رامنځته کړي او د ټېکنالوژۍ د لویو شرکتونو انحصار شوي محصولات ونه مني.
په نړۍ کې د مصنوعي ځيرکتیا په برخه کې سیالۍ ورځ تر بلې په سختېدو دي.
د نړۍ ګڼ هېوادونه د اقتصاد، امنیت، کارموندنې او د ډیټا امنیت پر ځينو برخو د مصنوعي ځيرکتیا اغېزو ته ډېره پاملرنه کوي.
نړیواله ټولنه باید ډېر ژر بیړني مقررات جوړ کړي او د مصنوعي ځیرکتیا د تخنیکونو امنیت باید خوندي وساتي.
چين په همداسې وخت کې نړۍ ته وړانديز وکړ، چې د مصنوعي ځيرکتیا د همکارۍ نړیوال سازمان جوړ کړي او له پرمختيايي هېوادونو سره ډېره مرسته وکړي، څو د مصنوعي ځيرکتیا له نويو تخنیکونو ګټه پورته کړي.
د برازیل د ټي وي ۲۴۷ وېبپاڼې خبر ورکړی، چې چین د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې حکومتولۍ د ودې لپاره یوه جامع ستراتیژي پلي کوي او دغه عمل یې د یادې غونډې په جریان کې نوی حیاتي ځواک ترلاسه کړی دی.
چین په دې غونډه کې، د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همغږي پرمختګ او د ساینس او ټېکنالوژۍ د ټولو انسانانو په ګټه د پرمختګ لید وړاندې کړی دی.
د سینګاپور د لیانهه زاوباو ورځپاڼې د دغه هېواد د ملي پوهنتون د لي کوان یوو د عامه پالیسۍ ښوونځي د مرستیال پروفیسور ګو چینګ یانګ په قول ويلي، چې د دې غونډې لوړ پوړی طبیعت دا منعکسوي، چې چین مصنوعي ځیرکتیا ته نه یوازې د چارو د پرمختګ د یوې وسیلې په نظر ګوري، بلکې دا د نړیوالو همکاريو لپاره یوه مهمه موضوع هم بولي.





























