«د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوال همکاريز سازمان د جوړولو تړون» د لاسلیک مراسم د جولای په ۱۶مه نېټه د چين په شانګهای کې ترسره شول.
د اسیا، افریقا، لاتینې امریکا او اروپا ۲۹ هېوادونو دا تړون لاسلیک کړی او د ياد سازمان بنسټ ایښودونکي غړي ګرځيدلي دي.
د دې تړون لاسليک د ياد سازمان د جوړېدو لپاره یو مهم پړاو بلل کېږي.
د مصنوعي ځيرکتيا نړيوال همکاريز سازمان به پر درېیو مهمو برخو تمرکز ولري:
۱- دغه سازمان به د مصنوعي ځيرکتيا د ظرفیت په پیاوړتیا کې نړیوالو همکاریو ته لومړیتوب ورکړي، څو پرمختيايي هېوادونه د مصنوعي ځيرکتيا له نوي څپې څخه مساوي ګټه واخلي.
۲- ياد سازمان به د عرضې او تقاضا پلیټ فارم په مؤثره توګه وکاروي، څو د بېلا بېلو هېوادونو د سرچینو ژور ادغام وده ومومي.
۳- د مصنوعي ځيرکتيا نړيوال همکاريز سازمان به نړیوال ډیجیټل تړون او د ملګرو ملتونو د دوامدارو پراختیايي موخو د پلي کولو لپاره هڅې وکړي، څو د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوال مديريت په برخه کې يو عادلانه او مساوي نړیوال سیسټم رامنځته شي.






































