د امريکا او ایران ترمنځ شخړې په وروستيو کې بیا زور اخیستی، چې له امله یې د بازار اندېښنې راپورته شوي، په نړۍ کې د خامو تېلو راتلونکی نرخ د نوې سوداګریزې اونۍ له پیل راهيسې د پام وړ لوړ شوی او د برېنټ خامو تېلو د هر بیرل راتلونکی نرخ ۹۰ ډالرو ته رسېدلی دی.
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان د جولای په ۱۹مه نېټه په یوې اعلامیې کې د دغه هېواد په جنوب لوېدیځ کې د اټومي بټۍ د جوړولو پر يوې پروژې د امريکا د “ترهګریز برید” غندنه کړې ده.
سربیره پردې، د امریکا مرکزي قومندانۍ پر ټولنیزو رسنیو خبر ورکړی، چې دوه امريکايي پوځيان د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه په اردن کې د ایران د بالستیک توغندیو او د بېپيلوټه الوتکې د بريد له امله وژل شوي او یو بل امریکایي سرتېری په ۱۸مه نېټه د عراق په شمال کې د ايران اړوند ماموريت په جريان کې وژل شوی دی.






































